په جرمن انلاین بریښناپاڼه کې د « اعلامیه مهم سه ګانه » په اړوند
غرګئ   غرګئ

د ۲۰۰۹ کال د جولای په څلورمه ، په جرمن انلاین بریښنپاڼه کې د « اعلامیه مهم سه ګانه » ترسرلیک لاندې یو لیکنه خپره شوې چې ګوندې د افغانستان د پخواني خلک دیموکراتیک ګوند د سیاسي بیرو درې تنو غړو ښاغلو سلطان علي کشمند ، غلام دستګیر پنجشیري او اکاډیميسن سلیمان لایق ، دغه اعلامیه د ۲۰۰۹ کال د جولای په لومړۍ نېټه په اروپا ــ امریکا کې لاسلیک کړې او د ښاغلي سلطانعلي کشتمند په پته يي دوی ته د خپرونې لپاره ورلېږلې ده .

د اعلامیی او د هغې د متن د ریښتینوالې او درغلۍ په اړه تبصره ، د یادشویو ښاغلو خپله دنده جوړوي او د هغو له وسې پوره ده ، خو دلته په دې لنډه لیکنه کې د اعلاميي د لیکلو ، پتې او استولو په اړوند ځينې ټکې د پاملرنې وړ دي :

د اعلاميي لاسلیک  د ۲۰۰۹ کال د جولای لومړۍ نېټه او ځای يي اروپا ــ امریکا په ګوته کوي .

په داسې کال کې چې د جولای په لومړۍ نیټه سلیمان لایق په هېواد کې تشریف لري ، کشتمند په انګلستان او پنجشیرئ هم په امریکا کې . د اعلاميي له لیکونکې څخه کابل هېر شوئ ، هغه باید لږترلږه داسې لیکلئ وايي : د اعلاميي د لاسلیک ځای اروپا ــ امریکا ــ کابل

همدارنګه د منطق له مخې امکان نلري نوموړي دریواړه د جولای په لومړۍ نیټه سره یوځای دا اعلامیه لاسلیک کړي وي ، ځکه سلیمان لایق په هېواد ، پنجشیرۍ په امریکا او کشتمند په انګلستان کې اوسیږي . دلته باید د اعلاميي لیکونکي د اعلامیيي لیکلو له مخه د اعلاميي په ځای او نېټه پام کړئ وئ . څه ښه يي ویلې دي : دروغ ووایه ، خو په شرع يي روغ ووایه !

همدارنګه هغه نظریاتي توپیر چې نوموړي دریواړه يي د تير پير د څېړنې ، د وسمهال او راتلونکې په اړه سره لري ، دا خبره ناشونې کوي چې داسې یوه اعلامیه دې دوی دریواړه په ګډه سره لاسلیک کړي .

بلخوا جرمن انلاین ته د اعلاميي د استولو پته هم ګډه وډه ده . د اعلاميي ترتیبوونکي ، د کشمند نامعلومه پته ، یوازې د جرمنې هېواد په یادولو سره چې له هغې څخه د سلیمان لایق پته نه معلومیږي او د پنجشیري د پتې هم معلومات نشته ،  په بېړه او بې سوچه سره راګډوله کړې او جرمن انلاین ته يي يي پرې اعلامیه لېږلې ده .

د نوموړې اعلاميي د لیکلو ، پتې او استولو په اړوند د فارسي دغه جمله صدق کوي :

« خسن وخسین هر سه دختر مغاویه بودند » .

د پورته جملې کومه برخه سمه ده ! نه حسن او حسین ، خسن وخسین دئ ، نه دوی درې تنه دي ، نه دوی نجونې دي او نه هم دوی د معاویه چې مغاویه لیکل شوي اولاد دئ .

اعلامیه بشپړه جعلې ښکاري او د ریښتینولۍ لپاره يي هیڅ لامل نه لېدل کیږي .

بلخوا جرمن انلاین هم بېله دې چې د اعلاميي د لیکلو ، پتې او استولو په اړه سوچ وکړي ، هغه يي په بېړه خپره کړې ده ، لکه چې خپله وايي : « علیرغم انکه فعلآ به صحت وسقم ان ابراز نظر شده نمیتواند ...... انرا بنشر سپردیم »

د رسنیو د قانون له مخې هغه لیکنه چې د ریښتینولۍ او درغلۍ پته يي نه وي لګېدلي، نباید خپره شي. رسنۍ که غواړې چې خپله بېطرفي وښۍ ، ریالیستیک او د ټولو لپاره برابره او یوشان وي باید لومړئ د یوه خبر په اړه ځان ډاډمن کړي او روسته يي خپور کړي .

د خبر د بېړنې خپورتیا پرځای به ښه دا وي چې خبر ریښتینئ وي !

 


July 6th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها